پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې ۱۴ تنه انسان تښتوونکي نیول شوي
نیټه: Sun, 12 Nov 2017 10:34:48 +0000

 

د ملي امنيت رياست چارواکي وايي، د دغه ولایت د ملي امنیت ځواکونو۱۴ کسیزه ډله  د انسان تښتونې په تور نيولي دي 

ی.
 د ملي امنيت رياست په خبرپاڼه کې راغلي یا د انسان تښتوونکي  چي د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د پانګه والو په تښتونه او د خلکو په ګواښ او وسله والو غلاوو کې ښکېل دي.
د ملي امنيت رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((دا شبکه د ملي امنيت عمومي رياست له لوري د کابل ښار بېلابېلو ساحو کې د هم مهاله عملياتو پر مهال نيول شوې ده.))
خبرپاڼه زياتوي چې یادې شبکې د غلام نبي د زوی فردين په مشرۍ د صفي الله په نامه يو سوداګر د کابل ښار له پنځمې ناحيې نه برمته کړى و او د هغه د پيسو د خوشي کولو په بدل کې يې د نوموړي له کورنۍ نه ٥٠٠ زره امريکايي ډالر غوښتي وو.
يادې شبکې صفي الله په نوم په ډېر بې رحمانه ډول په داسې حال  کې چې لاس او پښې يې په ځنځير او زولنو تړل شوي وو، د کابل ښار شپږمې ناحيې ساحه کې د استوګنې په يوه کوټه کې له ځان سره ساتلى و.
د خبرپاڼې په خبره، د تښتوونکې شبکې غړو اعتراف کړى چې په نږدې راتلونکي کې يې د ځينو مشخصو افرادو د تښتولو پلان درلود.
په دې شبکه کې خطرناک مجرمين شامل وو چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې يې په پلان شوي ډول وسله والې غلاوې کولې او تر څنګ يې د پانګه والو په ګواښ او تښتونه کې ښکېل وو.
په خبرپاڼه کې د دې شبکې د غړو د نيولو د وخت او  هويت افشا کولو په اړه څه نه دي ويل شوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته