پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په سمنګان کې دوه وروڼه وژل شوي
نیټه: Sun, 12 Nov 2017 11:24:49 +0000

 
 پروان کې له يوې نجلۍ سره پر نامشروع اړيکو تورن کس د نجلۍ په کور کې د هغې دوه وروڼه وژلي، بلخوا په سمنګان کې هم يوه ښځه وژل شوې ده.
د پروان د جبل السراج ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد معصوم فرزه يي وويل د يادو دوو وروڼو د وژلو پېښه تېره شپه د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ده په وينا، د پوليسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې تېره شپه پر قتل تورن ځوان د یادې نجلۍ کور ته ورغلى او وروسته له هغه يې د نجلۍ دوه وروڼه د تومانچې پر ډزو وژلي او تښتېدلى چې د کورنۍ غړي پرې خبر شوي وو.
امنيه قوماندان وايي، پوليسو له ياد کس سره پر نا مشروع اړيکو تورنه نجلۍ او پر قتل د تورن کس پلار نيولي دي. د هغه په وينا، نجلۍ پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى.
د يو بل خبر له مخې، د سمنګان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول دويم څارن منير رحيمي وايي چې د حنيفې په نوم ٢٣ کلنه ښځه تېره ورځ د دغه ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ په )کچي مونغر) کلي کې زندۍ او وژل شوې ده.
دی کورنی تاوتريخوالی د دې ښځې د وژل کېدو لامل بولي او وايي چې د دغه قتل په تړاو د وژل شوې ښځې خاوند، خواښې او د خاوند ماما نيول شوي او د قضيې په تړاو څېړنې روانې دي.
د سمنګانو د ولايتي روغتون يو ډاکتر مقبل عزيزي وايي، د ښځې مړى دغه روغتون ته ور وړل شوى او د هغې په غاړه کې په رسۍ د غرغره کولو نښې ليدل شوې دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته