پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان د ډیورند کرښې په اړه اسناد نه لري
نیټه: Sun, 12 Nov 2017 12:03:06 +0000

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، پاکستان داسې اسناد نه لري چې د ډیورند کرښه دې د محکمو او یا هم د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې رسمي وګڼل شي.

په داسې حال کې چې پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزنو سیمونو د غځېدو لړۍ پیل کړې .
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال عبدالغفور لېوال د یکشنبې په ورځ جوړ شوي څېړنیز سیمینار ته وویل، پاکستان دا کرښه په محکمو او ملګرو ملتونو کې نه شي ګټلای، خو پر وړاندې یې باید د ټول افغان ولس ملي اجماع موجوده وي.
دا سیمنار د لوی افغانستان تحریک لخوا رابلل شوی وو چې په باور یې دا وخت په سیمه کې نوي فرصتونه رامنځته شوي او د دغو فرصتونو نه د استفادې په خاطر دوی په بېلابېلو سیمو کې غونډې رابللي دي.
د ډیورند له لانجمنې کرښې ۱۲۴ کاله تېرېږي چې پاکستان یې د رسمي کېدو هڅه کوي، خو افغان لوری وايي، یوازې ملتونه په دې اړه پرېکړه کولای شي.
له دې سره افغان څېړونکي او تاریخ پوهان وايي، د افغانستان پر خاوره اوږدې جګړې د دې لامل شوي چې پاکستان د ډیورند کرښې ها غاړه په خپل ځان پورې وتړي که نه نو د دوی په نظر هغه هېواد د حقانیت هیڅ حقوقي اسناد نه لري.
له دې ډلې اکاډمېسن سلیمان لایق، دغه څېړنیز سیمنار ته په وینا کې پاکستان یو کاذب جوړ شوی هېواد وباله چې هر وخت یې د تجزیې امکان موجود دی.
خو د اروپايي ټولنې مرستیال بیا دا کرښه جعلي یاده کړې ده.
د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، په دې اړه بحثونه ښيي چې وخت بدل شوی او د دغه هېواد فعاله ډیپلوماسي او اقتصادي فعالیتونه روان حالت په خپله ګټه څرخولای شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته