پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې د داعشیانو د وسلو یوه ډیپو نیول شوی
نیټه:

 

دننګرهارپه مومندرې ولسوالۍ کې دداعش ډلې څخه دوسلو ډیپونیولې اوهوايي بریدکې ۴ دعشیان وژل شوي.
د ملي امنيت ادارې د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د بېلابېل ډوله لرونکو وسلو يو ډيپو کشف او تر لاسه کړی دی.
امنیتي مسولین د یاد ډیپو کشف د امنیت د تامین لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي .
امنیتي مسولین وایي دا وسلي او مهمات د پاکستان هیواد څخه ننګرهار ولایت ته راانتقال شوي وو او موخه يي په دې ولایت کي دوسله والو فعالیتونو تر سره کول وو.
خو بلخوا داعش وسله والې ډلې تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي .
دا وسلي او مهمات دننګرهار ولایت د مهمندري ولسوالۍ په غوړکي کلي کي دملي امنیت ځواکونو له لوري تر کشف وروسته نیول شوي
ننګرهار والي دیو خبري کنفرانس پرمهال وویل چي دملي امنیټ ځواکونو دننګرهار ولایت دمهمندري ولسوالۍ په غوړکي کلي کي داسلامي خلافت نومي یاداعش ډلي اړوند دوسلو یوه زیرمه تر کشفی معلوماتو وروسته نیولي چي په دي زیرمه کي ۴۱ میله تفانچي ۲۷میله کلانشینکوف او ۳۵۰۰فیره دتفانچی مرمۍ دملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي .
ننګرهار والي وايي داوسلي او مهمات دګاونډي هیواد پاکستان څخه ننګرهار ولایت ته راانتقال شوي وي او وسله والو مخالفینو غوښتل چي دهمدي وسلو نه په ګټي اخیستني په دي ولایت کي کي په وسله والو نښتو کي کار واخلي چي موخي ته تر رسیدو وړاندي دامنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول 
ولایتي چارواکي وايي که څه هم ددې وسلو او مهماتو په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په وینا يي چي هڅي رواني دي تر څو ددي وسلو او مهماتو سره تړاو لرونکي وسله وال هم ونیسي او دقانون منګولو ته يي وسپاري.
بلخواپه ننګرهار ولايت كې تېره ورځ بې پيلوټه الوتکې څلور داعش وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې دا هوايي بريد د اچين ولسوالۍ په مامندرې سيمه کې شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو داعش وسله والو کې دوه پاکستاني اتباع هم شامل دي.
سرچينه زياتوي، د دغه بريد په ترڅ کې د داعش وسله والو يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته