پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان چارواکي وایي پاکستان کې ترورېستان باید وځپل شي
نیټه: Mon, 13 Nov 2017 11:56:58 +0000

 

ملي دفاع وزارت وایي که پاکستان اوسني دریځ ته دوام ورکړي افغان حکومت به په هغه هېواد کې له هرې ممکنې لارې د ترورېستانو له ځپلو ملاتړ وکړي.
دفاع وزرات ټینګار وکړ چې افغان حکومت تر خپل حده له پاکستانه غواړي چې ترورېستان وځپي او که دا هېواد بیا هم له ترورېستانو ملاتړ کوي افغانستان د امریکا او نړیوالې ټولنې د فشارونو په سبب د ترهګرو د ځپلو غوښتونکی دی.
افغان چارواکو دا خبره وروسته هغه کړې چې یوه امریکایي چارواکي ویلي که پاکستان د امریکې هدفونه پوره نکړي نو ممکن دا هیواد به په پاکستان کې پر ترهګرو بې پیلوټه حملي وکړي .
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري تازه ویلي دي چې پاکستان هیواد کې تروریستان د افغانستان ثبات ته خنډ دی او باید وځپل شي .
دولت وزیري وایي که پاکستان د تروریستانو له ملاتړه لاس په سر نه ‎شي له هرې ممکنې لارې په دغه هېواد کې د تروریستانو د پټن‎ ځایونو له هدف ګرځولو ملاتړ کوي او همدارنګه پاکستان د ترهګرو د ځپلو لپاره هېڅ کار نه دی کړی.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري دغه خبره تازه له رسنیو سره د خبرو پر مهال کړې ده .
په دې وروستیو کې د جنوبي اسیا لپاره د واشنګټن د ویلسون انسټیټوټ مشر څېړندوی مایکل کوګلمن د پاکستان دې نیوز ورځپاڼې ته ویلي د ټرمپ اداره کیدای شي په راتلونکو میاشتو کې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان په مشخصو ځایونو باندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړي.
هغه دا هم ویلي، لکه څنګه چې د طالبانو مخکینی مشر ملا منصور په بلوچستان کې د بې پیلوټه الوتکې  په حمله کې ووژل شو ورته حملې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم کیدای شي.
نوموړی ددې احتمالي بریدونو سبب د امریکا د غوښتنو د پوره کولو په برخه کې د پاکستان پاتې راتلل په ګوته کوي.
پاکستان وروسته له هغه له امریکا سره حساس شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن ګواښ وکړ، که پاکستان د تروریستانو پټن‎ ځایونه نه ځپي امریکا خپله اقدام کوي.
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي، د امریکا حکومت ته یې واضح کړې چې که د پاکستان له خپلواکۍ سرغړونه وکړي، ځواب یې ورکوي او که امریکا ته د ترهګرو پټن‎ځایونه معلوم وي نو پاکستان ته دې ووایي، څو دا هېواد یې له‎ منځه یوسي.
په اګست میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د پالیسۍ له اعلان سره سم ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ورپسې نورو لوړپوړو چارواکو له پاکستان څخه وغوښتل چې د تروریستانو له ملاتړ او هغوی ته له پناه ورکولو ډډه وکړي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال وزیري وايي، د پاکستان دریځ نه‎ دی بدل شوی او داسې کومې نښې نه‎ دي لیدل شوي چې پاکستان دې تروریستان هدف ګرځولي وي.
تردې مخکې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن کړی و چې مخالفین لا هم د پاکستان له امن پټن ‎ځایونو فعالیت کوي خو هیله ده چې دا هېواد په څو میاشتو کې خپل دریځ بدل کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته