پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د عراق او ايران سرحد ته نېږدې زلزلې ٣۳۵کسان وژلي دي
نیټه: Mon, 13 Nov 2017 12:07:25 +0000


په ايران کې چارواکي وايي د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣۵ کسان وژل شوي دي .
دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي هم دي.
د ايران د کورنيو چارو وزارت تر دې مخکې ويلي وو زيات کسان په کرمانشاه ولايت کې وژل شوي دي.
ځايي اوسېدونکو ويلي چې د ريښتر په مقياس ٧ اعشاريه درې درجې زلزلې ټکانونه يې په ټوله سيمه کې له ترکيې نيولې تر کويټ پورې احساس کړي دي.
د ايران په ګاونډ عراق کې بيا چارواکي وايي، په زلزله کې لږ تر لږه ٧ کسان وژل شوي او تر ٣٢٠ زيات نور ټپيان شوي دي.
د عراق د کورنيو چارو وزارت وياند وایي دغه تلفات د عراق د شمال په کُردمېشته سيمه کې خلکو ته اوښتي دي.
د امريکا د جيولوژيکي سروې اداره وايي، د زلزلې مرکز د عراق د شمال ختيځ په ٣٢ کيلومترۍ کې تر ځمکې لاندې ٣٣ اعشاريه ٩ کيلومتره ژور و.
د تهران پوهنتون د زلزله پوهنې مرکز ويلي، زلزله تېره شپه پر ځايي وخت ٩ بجې او ٤٨ دقيقې وشوه.
د یران دولتي اژانس ایرنا د چارواکو په حواله راپور ورکړى چې خبردارى يې ورکړى، د مرګ ژوبلې شمېر ښايي لوړ شي.
دوى ويلي چې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې کارکوونکو د دوشنبې په سهار خپل کارونه شروع کړي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته