پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان کې ډاکټران له اړتیا زیات انتي بیونیک ورکوي
نیټه: Mon, 13 Nov 2017 12:15:31 +0000

 

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، ډېرى ډاکتران په داسې حال کې  ناروغانو ته له اړتيا زيات انتي بيوتيک ورکوي چې دغه کار روغتيايي ستونزې رامنځته کوي.
چارواکو دغه څرګندونې نن په کابل کې په هغې غونډه کې وکړې چې د مکروب ضد درملو په اړه د عامه پوهاوي د نړيوالې اوونۍ د پرانيستې په مناسبت جوړه شوې وه.
بلخوا ډاکټرانو له خلکو وغوښتل چې د نسخې پرته دې دوا نه کاروي.
د عامې روغتيا وزارت د تشخيصيه خدماتو مشر ډاکتر عاشقان سعادتي په دې ناسته کې وويل چې د ناسمو او غير معقولو درملو د ورکولو ستونزه  د هېواد په ډېرو دولتي او نا دولتي روغتيايي مرکزونو کې شتون لري.
د ده په وينا، دا په داسې حال کې ده چې دغه کار کېداى شي ناسمې پايلې ولري.
د هغه په خبره، د عامې روغتيا وزارت به د مکروب ضد درملو په اړه د عامه پوهاوي په نړيوالې اوونۍ کې د غونډو جوړولو، رسنيو او نورو تبليغاتي کارونو له لارې په دې اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.
دغه راز دى وايي چې د عامې روغتيا وزارت کارکوونکي به روغتيايي مرکزونو ته ولاړ شي او په دې اړه به ډاکترانو ته هم اړينې توصيې وکړي.
په افغانستان کې نړيوال روغتيايي سازمان استازي ډاکتر نجيب الله ساپي وويل چې ناروغ ته له اړتيا د زياتو مکروب ضد درملو تجويز کول د دې لامل کېږي چې بيا دا ډول دوا ورباندې اثر نه کوي او درملنه يې سخته او حتې ناشونې کېږي.
دغه راز هغه وايي چې د دې ډول کسانو درملنه ډېر لګښت او وخت ته هم اړتيا لري.
ده له خلکو وغوښتل چې د ډاکتر له نسخې پرته دې دوا نه کاروي.
هغه له ډاکترانو هم وغوښتل چې ناروغ ته په درملنه کې ډېر احتياط وکړي او په يو وخت کې دې ورته څو ډوله د مکروب ضد درمل نه ورکوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته