پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان یوځل بیا په کونړ ۱۸۴ توغندي توغولي
نیټه: Mon, 13 Nov 2017 13:16:57 +0000

 
د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا پر دغه ولايت ١٨٤ توغندي توغولي دي.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د لړم په ٢٢مه رسنیوته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پاکستاني پوځيانو پر څلورو ولسواليو ١٨٤ توغندي توغولي دي.
هغه وايي چې په دې ولسواليو کې دانګام، ناړۍ، شيګل او شلطن شامل دي.
د همت په وينا، له دې توغنديو څخه يو يې د دانګام ولسوالۍ د څاونو په سيمه کې پر يو کور لګېدلى چې له امله يې يو کس ټپي شوى او کور له منځه تللى دى.
د قوماندان د معلوماتو له مخې، د دې توغنديو د لګېدو له امله په يو شمېر سيمو کې څاروي او ګروندې هم له منځه تللي دي.
د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستاني پوځيان په وقفه يې ډول د افغانستان پر بيلابيلو ولايتونو توغندي توغوي.
په همدې موده کې د يادو توغنديو د لګېدو له امله يو شمېر کسان وژل شوي، ځيني نور ټپيان شوي او ګڼ شمېر کورنۍ هم بې ځايه شوي دي.
افغان حکومت څو ځلې هڅه وکړه، څو د پاکستان د دې کار مخه له ديپلوماتيکو لارو ونيسي خو تر اوسه نه دي بريالي شوي.
بل لور ته ډېرى افغانان ټينګار کوي چې د پاکستان د دې کړنې پر وړاندې بايد ورته عمل ورسره وشي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته