پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندهارکې ۶۷ پولیس او وسله وال طالبان وژل شوي
نیټه: Tue, 14 Nov 2017 11:23:16 +0000

 

وسلوالو طالبانو تېره شپه د هلمند او کندهار تر منځ د ژړۍ او میوند ولسوالیو د امنیتي کمربند پر پنځلسو پوستو ډلیز بریدونه کړي دي. 
د کندهار امنيتي  مسوولين وايي چې په ميوند ولسوالۍ کې د ډله ييزو بريدونو په پايله کې ٤٥ وسله وال طالبان او ٢٢ پوليس وژل شوي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د لړم په ٢٤مه، رسنیوته وويل چې سلګونو وسله والو طالبانو تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د پنځو لويو کليو د پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې په دې بريدونو کې ٢٢ پوليس وژل شوي او ١٥ ټپيان دي.
د دراني په وينا، د پوليسو په ځوابي بريدونو کې ٤٥ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ٣٥ نور يې ټپيان شوي دي.
دى وايي، وسله والو غوښتل چې دې پوستو ته له سقوط ورکولو سره ځانونه د ولسوالۍ مرکز ته ورسوي ، خو په دې کار کې بريالي نه شول.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دې بريدونو کې ٤٣ پوليس وژل شوي، ١٣ ټانکونه يې له  منځه وړي دي.
خو نوموړي د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
د یادونې وړ ده چې د تېرې تلې میاشتې پر ۲۷مه د میوند ولسوالۍ په چشمو سیمه کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه د وسله‌والو طالبانو په حمله کې ۴۳ د ملي اردو سرتېري ووژل شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته