پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

واورې اورښت له امله د ۱۲ولسوالیو لارې تړلي دي
نیټه: Tue, 14 Nov 2017 13:37:15 +0000

د غزني ولایت د ۵ ولسوالیو اوسېدونکي ایسار او لارې یې د ولایت له مرکز سره تړل شوي دي.

ویل کېږي، د غزني په ناور، اجرستان، مالستان، جاغوري او جغتو ولسوالیو کې له ۳۰ تر۵۰ سانتي مترو واوره اورېدلې ده.
د غزني د ولایتي شورا ریس خالق داد اکبري وایي، چې د دې ولسوالیو اوسېدونکي د درملو، خوراکي او سوند توکیو له کمښت سره مخ دي او لارې بندې شوي دي.
په ورته وخت کې د مالستان او جاغوري ولسوالان وایي، واوره اوس هم اوریږي او خلکو د ځینو لارو په پاکولو پیل کړی، چې اړین توکي ترلاسه کړي.
د غزني د فواید عامې رییس اصف ذهین وایي، چې د دې ولسوالیو لارو د پاکولو تړون یې له یوشمېر شرکتونو سره کړی او دغو شرکتونو د لارو په پاکولو کار پیل کړی دی.
ذهین زیاتوي، چې  یوازې د ناور ولسوالۍ د لارې پاکولو کار د ډېرې واورې او توپان له امله ټکنی شوی دی.
په ورته وخت کې د غور د والي ویاند عبدلحی خطیبي وویل، چې د تېرې شپې واورې اورښت له‌امله د دغه ولایت ۷ ولسوالیو ته غځېدلې لارې تړل شوي دي.
د غور د فواید عامې رییس محمد یوسف جویا وایي، دوی د ولسوالیو لارو پاکولو تړون له پراختیایي شوراګانو سره کړی، چې اوس هېڅ ستونزه نه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته