پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دبهسودو،ولسوالۍ دښوونکوښارګوټي تخنیکې دسروې چارې پیل شوي
نیټه: Fri, 17 Nov 2017 09:15:39 +0000


  
دبهسودو پوهنې امریت  اړوند شااوخوا (۱۲۱۶ )تنه ښوونکوته دښارګوټې دتخنیکې سروې چارې رسما پيل شوې .
دغه ښارګوټی  چې دبهسودووالسوالۍ اړوند په بهره اباد سیمه کې موقعیت لرې دننګرهارمرستیال والې په ګډون دښارجوړونې وزارت تخنیکې ټیم دښارجوړونې ریس دکرنې اومالدارۍ ریس دپوهنې ریس دبهسودووالسوال دبهسودوپوهنې امراوګڼوچارواکولخوایې چارې په داسې حال کې پیل شوې چې دیادې والسوالۍ لس ګونو ښوونکو پکې هم برخه لرله .
په پيل کې دننګرهار ولایت دښوونکوشورا ریس ښاغلې محمد ګلاب حقیار راغلومیلمنوته ښه راغلست ووایه اوبیا یی  دولایت له مشرتابه اوټولو چارواکوڅخه مننه وکړه چې دیادې پروسې  په بشپړولو کې دامکان تربریده  ورسره مرسته وکړه  همداراز حقیار له مرستیال والې اودبهسودو ولسوال غلام صدیق (دولت زی)  څخه غوښتنه وکړه چې په سیمه کې دغاصیبینو په مهارلو کې ورسره مرسته وکړې ترڅوښوونکې له ولس سره لاس اوګریوان نه شې ،ورپسې دپوهنې سرپرست ریس سید عیسی (سادات) په ننګرهارولایت  کې دښوونکوپه ستونزو اوسرپناه خبرې وکړې اوهیله یې څرګنده کړه چې دښوونکو دغې ستونزې ته دپای ټکې کیښودل شې ترڅوهرښوونکی دیوې نمرې خاوند شې نوموړې وویل دسره رود خیوې  اودکامې شااوخوا(۲۵۰۰)ښوونکوته یې نمرې ویشلې اوپه پاتې والسوالیوکې به هم په نوبت سره دغه چاره ترسره شې  ، دننګرهارمرستیال والې په خپلو خبروکې ټولوښوونکې ته ډاډ ورکړ چې هیڅ غاصب ته به اجازه ورنکړې چې دښوونکوپه ښارګوټې کې غصب وکړې نوموړې زیاته  کړه چې ولایتې اداره دقانون پلې کولوته ژمنه ده  هرڅوک که له قانون څخه سرغړونه وکړې دقانون منګلوته به یې وسپارې نوموړې اړوندو اداروته سپارښتنه وکړه چې ژرترژره دیادښارګوټې تخینکې چارې بشپړې اودویش لړی دپیل کړې دننګرهارولایت دښارجوړولو ریس ښاغلې انجینرعبدالقهار بیاډاډ ورکړچې شپه اوورځ به کاروکړ ی ترڅودیادی پروژې چارې بشپړې شې په پای کې دبهسودووالسوال ډاډ ورکړ چې هیڅ غاصب ته به اجازه ورنکړې چې په دغه ښارګوټې کې لاس وهنه  وکړې .
دقومې مشرانو په استازولی ملک نعمت ټول پلاوې ته ډاډ ورکړچې دښارګوټې دتطبیق له پاره به دبهسودوټول ولس له نظام سره همکارې وکړي نوموړې وویل بهسودوخلک غاصبین نه دی که کوم بل غاصب هڅه وکړې په کلکه به ېې مخه ونیسې .
دیادې پروژې  پیل که څه هم دبهسودوښوونکې خوشحاله کړې خودنظام له پڅو کارونو شکایت کوې دوزیرمحمد ګل خان لیسې ښوونکی محمد نبې(مراد) وایې شااوخوااته کاله کیږې چې دولت ورته ښارګوټی منظور کړی  خولایې هم په وړاندې خنډونه پیداکیږې  چې د ښوونکودناهیلۍ سبب کیږې 
 نوموړې له لوړپوړوچارواکوڅخه غوښتنه وکړه چې دښوونکودغې ستونزی ته دپای ټکی کیږدې. دیادونې وړده چې یادښار ګوټی  کال وړاندې دولایت مقام اودولسمشر سلاکار ښاغلې قمرالدین شینوارې په مشرې رسما پرانیستل شوچې دیوه کال په اوږدږو کې دبهسودوښوونکو شورا په هلوځلویې دادارې کارونو لړې له پاره پرله پسی هلی ځلې  وشوې چې اوس یې دتخنیکې  سروی چاری پيل شوې .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته