پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه
نیټه: Sat, 18 Nov 2017 13:26:50 +0000

 

له عربي متحده اماراتو سره د انټر کانټېنېټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه.

له عربي متحده اماراتو سره د څلور ورځنۍ سیالۍ لپاره، د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري څوارلس کسیزه لوبډله د یوې خبري ناستې پر مهال اعلان شوه.

 یادې سیالي به، د روانې نومبر میاشتې له ۲۹ مې نېټې د ډسمبر تر دویمې نېټې پورې په عربي متحده اماراتو کې تر سره کېږي.

 د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د لوبډلې مشري اصغر ستانکزی کوي.

 د معلوماتو له مخې ددې سیالۍ لپاره په افغان لوبډله کې نورعلي ځدراڼ، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه رزمتی، حشمت الله شهیدي، ناصر جمال، افسر خان ځاځی، محمد نبی عیسی خېل، راشد خان ارمان، ظاهر خان پکتین، شرف الدین اشرف، دولت ځدران او محمد یمین احمدزی ګډون لري.

 خو د یادې سیالۍ لپاره فرید احمد ملک، منیر احمد او امیر حمزه هوتک؛ د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

باید وویل شي چې افغانستان د انټر کانټېنېټل کپ سیالیو په جدول کې د ۱۰۱ نمرو په دردلو سره تر اوسه لومړی ځای لري او که چېرې له متحده اماراتو څخه دا لوبه وګټي او یا هم مساوي پای ته و رسېږي، نو بیا هم افغانستان دغه کپ په خپل نوم کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته