پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کندهار کي د برېښنا د اړوند پروژو چاري په چټکی سره رواني دي .
نیټه: Sun, 19 Nov 2017 12:26:52 +0000

 

د کندهار د برېښنا شرکت ریس وایي   په کندهار کې د صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د لومړي پیز کارونه چې د احاطې دېوال او د ځمکې لیول په کې شامل دي، په چټکۍ روانې دي.
هغه وایي د کندهار د ولایتي ادارې او ولایتي شورا په غوښتنه یې د کندهار د برېښنا په نرخ  کي څلوېښت سلنه تخفیف کړی دی . 
دده په وینا برېښنا د بیلونو له درکه پر دولتي ادارو او خلکو ۵۶۰ میلیونه افغانۍ  هم پاتې دي چې باید دغه شرکت یې تر لاسه کړي .
د کندهار د برېښنا شرکت ریس امان الله فاروقي وایي د  ۱۰ مېګاواټه لمریزي برېښنا چاري له  درې کلن انتظار وروسته څو میاشتې مخکې پیل سو او ددغه پلانټ د نصب چارې د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت تر سره کېږي .
هغه وايي  ۱۰ میلیونه ډالر د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې او پاتې ۹ میلیونه ډالر د اړوندې کمپنۍ له خوا ورکول کېږي.
نوموړي د برېښنا په اړه د ګڼو پروژو د چارو یادوني کوي او وایي  چې له لښکرګاه دوراهي څخه تر میوند پورې د برېښنا د مزیو د نوي کېدو او نوو پایو د لګولو چارې د کندهار تر میوند ولسوالۍ پورې په بشپړېدو دي.
فاروقي د وارداتي برېښنا په اړه وویل چې له کندهار ښاره د زابل تر مرکز کلات پورې یې د سروې چارې بشپړې شوي او راتلونکې اوونۍ به یې د استملاک چارې پیل شي.
دی وايي، د دغې پروژې په بشپړېدو به کندهار ته تر ۵۰ مېګاواټه برېښنا ورسېږي چې یو یا دوه کلونه به په بر کې ونیسي.
فاروقي وویل  له تېرو څو کلونو راهیسې د کندهار پر دولتي ادارو او خلکو د برېښنا د لګښت له درکه شاوخوا ۹۰۰ میلیونه افغانۍ پاتې وې چې د دولتي ادارو اړوند ۴۰ سلنه پیسې په دې وروستیو کې د مالیې وزارت له خوا برېښنا شرکت ته ورکړل سوي دي.
هغه وایي چي د کندهار د ولایتي ادارې او ولایتي ادارې په غوښتنه یې ددې ولایت د خلکو لپاره د برېښنا په نرخ کي څلوېښت سلنه تخفیف هم کړی دی .
د برېښنا شرکت رییس وویل، په کندهار کې د صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د لومړي پیز کارونه چې د احاطې دېوال او د ځمکې لیول په کې شامل دي، په چټکۍ روانې دي.
اوسمهال د کندهار صنعتي پارک ته د ورځې ۱۰ ساعته ۸ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې بسنه کوي او ډېر فابریکې یا تړلې او یا نیمه فعالیت کوي.
مسؤولین وایي د برېښنا شرکت عمده ستونزه له کجکي بند څخه تر کندهار ښار پورې غځېدلي مزي له ناامنو سیمو تېرېږي چې ډېر مهال د جګړې له امله پرې کېږي او د بیا رغولو چارې یې په ډېر کړاو او ستونزو تر سره کوي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته