پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د طالبان مشران اوس هم په پاکستان کې دي
نیټه: Wed, 29 Nov 2017 12:53:54 +0000

 
 په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان وايي چې د طالبانو لوړپوړي مشران اوس هم په پاکستان کې دي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال جان نيکولسن دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته له کابل څخه  واشنګټن ته له امريکايي خبريالانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې کړې دي.
هغه زياته کړه چې د طالبانو د جګړې قوماندانان په افغانستان کې دي، خو د مرکزي او اصلي سياسي مشران یې اوس هم په پاکستان کې اوسېږي.
جنرال نيکولسن ويلي چې پاکستان تر اوسه په خپله خاوره کې د طالبانو پر ضد اړين  او غوښتل شوي اقدامات نه دي کړي.
دى وايي، اوس هم وسله وال طالبان د پاکستان له خاورې له ډيورنډ پولې را اوړي او په افغانستان کې بريدونه کوي.
د ناټو دغه امريکايي جنرال زياتوي، د ټيټې کچې طالبان د پاکستان له مدرسو ګومارل کېږي او بيا يې له بهرنيانو سره د جګړې په پلمه افغانستان ته لېږي.
خو پاکستان تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان دغه راز ويلي چې القاعده او طالبان اوس هم په خپلو کې سره اړيکې لري.
د هغه په وينا، القاعده طالبانو ته روزنه ورکوي او طالبان يې بيا په بدل کې دا لقاعدې غړو ته پناه ورکړې ده او ورسره نږدې اړيکې لري.
د هغه د معلوماتو له مخې، د طالبانو پخواني مشر ملا منصور په ښکاره د القاعدې له مشر الظواهري سره بيعت وکړ، خو اوسني مشر هیبت الله دغه نه دی کړی.
خو طالبانو ته نږدې سرچينې دا خبره نه مني او وايي چې الظواهري له ملا هبت الله سره بيعت کړى دى.
خو جنرال نيکولسن ټينګار کوي، هر چېرې چې د القاعده غړي وموندل شي، بريد پرې کوي.
په هلمند ولايت کې د نشه يي توکو پر فابريکو وروستيو بريدونو ته په اشارې سره د ناټو قوماندان وايي چې "دا د نشه يي توکو پر ضد جګړه نه ده. دا د طالبانو د مالي سرچینو پر ضد جګړه ده".

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته