پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د اسيا زړه اوومه ناسته داشرف غني او اذربایجان دولسمشرپه وینا پيل شوه
نیټه: Fri, 01 Dec 2017 13:12:39 +0000

 

 د اذربايجان په پلازمېنه  باکو کې د اسيا زړه اوومه ناسته د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو  په ګډون د افغانستان  او اذربايجان د ولسمشرانو په وينا پيل شوه  .
د افغانستان او اذربايجان ولسمشرانو د اسيا زړه اوومه ناسته کې له اقتصادي فرصتونو په ګټې اخيستنې، په سيمه کې د همکاريو د پياوړتيا او د ستونزو په له منځه وړلو باندې ټينګار وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني وويل چې په دې ناسته کې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو ١٤ وزيران ، د ١٧ ملاتړو هېوادونو استازي او دغه راز د سمې او نورو هېوادونو د سازمانونو ١٤ غړي ګډون کوي .  
دغه غونډه د افغانستان په وخت  په لس نيمو بجو  د ولسمشر محمد اشرف غني او د اذربايجان د ولسمشر الهام علي يوف په ويناوو سره پيل شوه  .
مستغني وويل چې سږکال د اسيا زړه د ناستې کوربه اذربيحان دى چې د امنيت د ټينګښت او د سيمې د اتصال تر سرليک لاندې جوړيږي .
ویل کېږي، ازربایجان ته د ولسمشر محمد اشرف غني په سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ هوکړه هم لاسلیک شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته