پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې شلو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Fri, 01 Dec 2017 13:17:10 +0000


 د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې خوږياڼو او اچين ولسواليو کې د هوايي بريدونو پرمهال شلو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار  د والي وياند عطاءلله خوږياڼي د ليندۍ په ١٠مه  وويل چې د خوږیاڼو ولسوالۍ وزیرو تنګي سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د داعش ډلې پر یوه مرکز هوایي برید کړی.
دى وايي،د ياد بريد په ترڅ کې  څلور  داعش وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي .
هغه زياته کړه چې د دې برید په ترڅ کې د داعش ډلې وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي .
د يو بل  خبر له مخې، د ننګرهار اچين ولسوالۍ کې هم د بې پيلوټه الوتکې  په بريد کې اته  داعش وسله وال وژل شوي.
د ننګرهار  د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وويل، دا بريد تېره ورځ ناوخته د دغې ولسوالۍ پيشوګانو او عبدالخېلو سيمه کې ترسره شوى دى.
چارواکي وايي، يادو بريدونو کې د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته