پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

فراه کې ۴ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي
نیټه: Fri, 01 Dec 2017 13:19:35 +0000


 د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبان په کمين کې درې پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوی دی .
د فراه د والي وياند ناصر مهري ددې خبر په تاييد سره وويل چې د ملي اردو د يوه قراردادي کرولا موټر چې د فراه له پشترود ولسوالۍ څخه فراه ښار ته را روان و د يادې ولسوالۍ د شېران تپې په سيمه کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شوى .
هغه وويل چې په دې بريد کې درې پوليس او يو د ملي اردو قراردادي وژل شوي دي.
د سيمې يوتن اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ويلي چې طالبانو د ملي اردو له يونيفورم څخه په ګټې اخيستنې دغه موټر درولى، بيا يې ياد امنيتي سرتېري وژلي او موټر يې سوځولى دى.
وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت منلى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ویلي چې په دغه بريد کې د څلورو سرتېرو د وژلو ترڅنګ يې يوتن ژوندى هم بيولى دى .

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته