پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ارزګان کي هوایي برید ۱۴ وسله وال طالبان وژلي
نیټه: Fri, 01 Dec 2017 13:22:35 +0000


د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ په اشېزو نوم کلي د وسله والو طالبانو په یو مرکز د افغان ځواکونو برید کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د چورې ولسوالۍ امنیه قوماندان اسدالله تېره ورځ ناوخته وویل چې دا بریدونه تېره ورځ غرمه مهال د دقیقو معلوماتو پر اساس شوی او وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د چورې ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي وایي چې دغه پېښه کې ملکیان هم مړه او ټپیان شوي.
خالقي زیاتوي دغو هوایي بریدونو کې دوه مېرمنې وژل شوي دي.
بل خوا یو دولتي باوري سرچینه وايي، د بریدونو پر مهال درې ماشومان وژل شوي چې یوه ښځه او یو ماشوم هم ټپي دي.
وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته