پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په تګاب ولسوالۍ کې پنځه وسله وال له وسلوسره یوځای نيول شوي
نیټه: Fri, 01 Dec 2017 13:28:48 +0000


 د کاپيسا چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په تګاب ولسوالۍ کې پنځه وسله وال له وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيولي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي وويل چې دغه کسان يې تېر مازيګز د تګاب د احمد زيو په سيمه کې نيولي دي.
د سيمې يو تن اوسېدونکي ویلي چې د دې ولسوالۍ په ډېرو نا امنو سيمو کې وسله وال په موټر سايکلونو تګ او راتګ کوي چې تېر مازيګر يو شمېر وسله وال د پوليسو له خوا نيول شوي خو کره شمېره يې معلومه نه ده.
د نوموړي په وينا، د تګاب د جنوبي سيمې د جګړې لپاره له نورو ولايتونو څخه هم ځينې وسله وال راغلي دي.
په دې اړه وسله والو مخالفينو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې له  تېر يو کال راهيسې د تګاب په جنوبي برخه کې د امنيتي ځواکونو او د حکومت د وسله والو مخالفينو تر منځ جګړې روانې دي او ډېرى خلکو خپلې سيمې پرېښې دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته