پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عربې اماراتو لوبډلو ترمنځ لوبه د افغانستان په ګته پاۍ ته ورسیده.
نیټه: Sat, 02 Dec 2017 12:04:11 +0000

 

 په یاده ټیسټ لوبه کې لومړی افغان ملي لوبډلې توپ وهنه وکړه چې د نهو لوبغاړو په سوځیدلو سره یې ۵۱۰ مندې ترسره کړې .

 دافغانستان ملي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې احسان جنت۱۲۴ اضعر ستانکزي۱۱۴ او زرمتې ۱۰۳ منډي وکړې.

داماراتو د لوبډلې له لوري په بالینګ کې احمد رضاع پنځه لوبغاړي وسوځول.

 د اماراتو د لوبډلې دپیل توپ وهونکې له لومړۍ نه ژر ژر زر اوټ شول خو یوځینی شیمان انور و چې تر پاۍ ودرید او ۸۵ منډي یې جوړې کړی.

 اماراتوخپله ټوله لوبډله په ۱۹۵ منډو کې له لاسه ورکړه.

په دوهم ځل کې افغان لوبډلې مقابلې لوبډلې ته دتوپ وهنې بلنه ورکړه چې پدې پاڼۍ کې راشد ارمان او ظاهر خان د عربې امارتو ټوله لوبډله  په ۳۱۱ منډو وسوځوله او افغان ملي لوبډلې ته یې د ۱۹ منډو هدف کیښود چې د افغانستان ملي لوبډلې یاد هدف په ډیر اسانۍ سره پوره او سیالي له مخالفې لوبډلې وګټله .

باید وویل شي چې له دې لوبې سره افغان کرکټ ملي لوبډلې وکړای شول چې ایرلینډ لوبډله نوره هم شاته پرېږدي او 

 په جدول کې افغان لوبډله د۱۲۱ فواینټونو په لرلو سره لومړی مقام له ځانه سره لري، افغان لوبډله به له دي ورسته د ډیسمبر په پنځمه نیټه دایرلینډ سره دري پنځوس اوریزه سیالۍ په دوبۍ کې تر سره کړي.

 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته