پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې چاودنو ۱۱ تنوته مرګ ژوبله واړوله
نیټه: Sat, 02 Dec 2017 12:16:58 +0000

 

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د درېيو پرله پسې چاودنو له ا مله درې تنه وژل شوي او  اته  نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ١١مه، وويل چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړونده د سلطانزوى  مارکېټ او انعکاس راډيو ترڅنګ په يوه رېکشاه کې چاودنه شوې، خو زيان يې نه درلود.
هغه زياته کړه چې تر لومړۍ چاودنې وروسته دوه نورې چاودنې هم وشوې چې له امله يې دوه امنيتي کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د والي وياند وويل، چاودنې د انعکاس راډيو تلوېزيون ودانۍ ته نږدې شوې، خو هغوى ته زيان نه دى اوښتى.
خو يوې بلې امنيتي سرچينې وويل، تر لومړۍ چاودنې وروسته کله چې امنيتي ځواکونه سيمې ته راغلل؛ نو بله چاودنه وشوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دويمه چاودنه کې يو پوليس او د ملي امنيت د ښاري مدير په ګډون دوه د ملي امنيت کسان وژل شوي، شپږ امنيتي سرتېري او دوه ملکي وګړي ټپيان دي.
ننګرهار کې یوې امنیتي سرچینې منلې چي په دې چاودنه کې د ننګرهار د ملي امنیت ښاري مدیر غفور خان هم وژل شوی.
تر اوسه د دغو چاودنو پړه چا نه ده منلې او نه یې هم په تور څوک نیول شوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته