پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غني: دکابل پروسې دوهمه غونډه به راتلونکې جنورۍ میاشت کې په کابل کې جوړه شي
نیټه: Sat, 02 Dec 2017 12:21:39 +0000

 

افغان ولسمشر وايي، د کابل د پروسې په نوم د سولې د خبرو اترو دوهمه غونډه به د راتلونکي جنورۍ میاشتې تر وروستیو په کابل کې جوړه شي.
غني وایي د کابل د پروسې د غونډې هدف تر یوه چتر لاندې د افغانستان د سولې د هلو ځلو تنظیمول دي.
بلخوا سیاسي شنونکي وایي دسولي شورا  دداسي کسانو له خوا اداره کيږي چي ددولت له مخالفو ډلو سره دجګړي له ډګره راستانه شوي او دسولي پروسه پرمخ وړي .
خو ولسمشر ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې د پروسې مشري او ملکیت باید په خپله د افغانانو په لاس کې وي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تازه ویلي د افغانستان د سولې په اړه د کابل د پروسې دوهمه غونډه به د راتلونکې جنورۍ میاشې په پینځه ویشتمه نېټه په پلازمینه کابل کې جوړه شي.
ولسمشر دغه خبرې د اذربایجان په مرکز باکو کې د اسیا د زړه هېوادونو د استانبول د پروسې د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته کړي دي.
نوموړي وویل د کابل د پروسې د غونډې هدف تر یوه چتر لاندې د افغانستان د سولې د هلو ځلو تنظیمول دي.
ولسمشر ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې د پروسې مشري او ملکیت باید په خپله د افغانانو په لاس کې وي.
د کابل د پروسې لومړنۍ غونډه د روان کال په جوزا میاشت کې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون په کابل کې ترسره شوه .
جمهور رئیس د کابل په دې غونډه کې ویلي وو هېواد يې غواړي له اسلام اباد سره سوله وکړي، خو د اشرف غني په خبره نه پوهېږي چې پاکستان له افغانستانه څه غواړي.
له پاکستان سره روابطو ته په اشارې ولسمشر غني د باکو غونډې ته وویل ډیالوګ او د دولتونو په سطحه هر اړخیزه خبرې اترې د دواړو هېوادونو د امنیت او هوساینې لپاره اړین دي.
د اذربایجان په دغې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالب وسله والو باندې غږ وکړ چې د سولې خبرو ته کیني 
خو دسیاسي چارو کارپوهان بیا په افغانستان کي دسرتاسري سولي دټینګښت لپاره دیوي منظمي تګلاري په جوړیدو ټينګار کوي 
دوي وايي دسولي شورا  دداسي کسانو له خوا اداره کيږي چي ددولت له مخالفو ډلو سره دجګړي له ډګره راستانه شوي او دسولي پروسه پرمخ وړي 
غني وویل طالبان دې په سیاسي بهیر کې په شاملېدو سره د افغانستان خلک پرېږدي چې پرېکړه وکړي چې څومره فیصده افغانانو له دوي ملاتړ کوي.
ولسمشر ټینګار وکړ چې جګړه او تاوتریخوالی ګټونکی نه لري او د رایو پاڼې باید د مرمیو ځای ونیسي.
خو طالبانو تر دې مخکې د افغان حکومت دا ډول غوښتنې رد کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته