پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارد ۲۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت دروغتیايي پروژو چارې پیل شوي
نیټه: Sat, 02 Dec 2017 12:27:26 +0000

 

په ننګرهار کې د عامې روغتيا وزارت له لورې د ۲۴۸ ميليونه افغانيو په لګښت د دريو روغتيايي پروژو چاري پيل او ځينې يې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
په يادو پروژو کې د ختيځ زون لپاره د درملو او غذا د کنټرول مرکز د ودانۍ جوړېدو چارو پيل، د فاطمة الزهره په نوم د ولايتي روغتون د نوې ودانۍ پرانسته او د ننګرهار امبولانس پرانسته شامله ده.
د دغو پروژو د پرانستې لپاره د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز او د دغه وزارت يو شمېر معينان ننګرهار ته راغلي وو او د دغو پروژو پرانسته يې وکړه.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز د پښتورګو د ملي روغتون په انګړ کې د ختيځ زون لپاره د درملو او غذايي موادو لابراتوار د ودانۍ بنسټ ډبرې ايښودو په مراسمو کې وويل، چې دا ودانۍ د دوه سوه او څلور ميليونه افغانيو په مالګي لګښت رغول کېږي.
هغه زياته کړه، ياده ودانۍ به په درې نيم جريبه ځمکه کې د يو نيم کال په موده کې درې پوړه ورغول شي.
ډاکټر فيروز دغه راز وويل، نن يې د بي بي فاطمه الزهرا ولايتي روغتون نوې ودانۍ هم ګټې اخېستنې ته وسپارله، چې پنځه ديرش ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
دی وايي، ياد روغتون يو سلو او شل بسترونه لري، چې د اړتيا وړ درمل، تخنيکي او طبي وسايل هم ورته برابر شوي دي.
د عامې روغتيا وزير زياتوي، چې د ننګرهار امبولانس پرانسته يې هم وکړه، چې د دغه ولايت ټولو اوسېدونکو ته به د بېړنيو پېښو پرمهال خدمات وړاندې کوي.
هغه وويل، د ننګرهار امبولانس د کابل امبولانس له ګټورې نتيجې وروسته فعاليږي، چې دلته ورته د سعودي عربستان په مرسته لس امبولانسونه برابر شوي دي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي وويل، د ختيځ زون د درملو او غدايي موادو د کنټرول لابراتوار به وکولی شي، چې دغه ولايت کې د تاريخ تېرو او بې کيفيته درملو او غذايي موادو په کنټرول کې ګټور واقع شي.
نوموړي د فاطمه الزهرا ولايتي روغتون پرانسته پر حوزوي او پوهنتون روغتونونو د ناروغانو د شمير کمولو کې ګټور ياد کړ او دغه راز يې ننګرهار امبولانس د ناروغانو او په ځانګړي توګه د بېړنيو پېښو د ټپيانو انتقال لپاره ښه وسيله وبلله.
د ننګرهار والي.
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني ټينګار وکړ، چې په ننګرهار کې دې د نويو روغتونو او کلينکونو د جوړېدو ترڅنګ د مختصصو ډاکټرانو ګمارنې ته هم پاملرنه زياته شي.
بلخوا د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديه ټينګار کوي، چې د ختيځ زون د درملو او غذایي توکو د کنټرول لابراتور تر جوړېدو وروسته دې د دغو چارو د روڼتيا لپاره هم يو منظم پروګرام جوړ شي.
د دغې اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل وايي، که مرکز ورغول شي او چارې يې شفافې نه وي؛ نو بيا به هم د بې کيفيته درملو او بې کيفيته غذايي توکو مخنيوی ونه شي او د څو پيسو په خاطر به بې کيفيته درملو ته جواز ورکول کېږي.
د يادولو وړ ده، چې د عامې روغتيا وزارت ننګرهار کې څلور نورې پروژې هم ګټې اخېستې ته چمتو کړي، چې نږدې راتلونکي کې به يې پرانسته وشي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته