پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې هوايي بریدونو ۱۹ داعشیان وژلي
نیټه: Sat, 02 Dec 2017 12:50:37 +0000

 
چارواکي وايي چې د ننګرهار اچين، هسکې مېنې او خوږياڼو ولسواليو کې د هوايي بريدونو پرمهال ۲۵ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د معلوماتو له مخې، دغه هوايي بريدونه تېره ورځ ناوخته د بهرنيو ځواکونو له لوري د بې پيلوټه الوتکو په مرسته شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره د ليندۍ په ۱۱مه په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنګي اړوند په شلتک، انګوره او وادرو سر سيمو کې د هوايي بريدونو پرمهال ۱۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خبرپاڼه کاږي، په يادو کسانو کې ۱۰ وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
خبرپاڼه کې دا هم راغلي، د اچين ولسوالۍ پېخې، لنډۍ او څپرې سيمو کې هم د بې پيلوټه الوتکو د بريد پرمهال پنځه داعش وسله وال وژل شوي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې هم د يو هوايي بريد پرمهال څلور داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وويل، ياد بريد پرون د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوی؛ خو په دې اړه يې نور جزييات نه درلودل.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته