پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د کندهار غونډه د دوهمې ورځې لپاره روانه ده
نیټه: Sat, 02 Dec 2017 12:59:39 +0000

 

په کندهار کې د افغانستان د پخواني او اوسني دولت یو شمېر چارواکي، سیاستوال او د حکومت سیاسي مخالفین د دویمې ورځې لپاره په یوه غونډه کې راټول شوي دي.

دغې غونډې ته چې د هېواد له بېلابېلو سیمو حکومت مخالف سیاستوال ورغلي وو- له اتو ویناوالو لومړی انوارالحق احدي وویل، حکومت له سیاسي کړکېچ سره مخامخ دی، چې په وینا یې لامل یې کمزوری مدیریت دی.
نوموړي وویل، د افغانستان اقتصاد لویه ضربه خوړلې، چې په وینا یې یوازې تېر کال له افغانستانه شاوخوا ۴۰۰۰ سوداګر ترکیې ته تللي.
د غونډې برخه وال چې ډېر یې د ملي یووالي د حکومت په مخالفت ویناوې کوي، وايي، د غونډې هدف د افغانستان ستونزو ته د هواري لاره موندل دي.
همدارنګه د افغانستان له شمال څخه کندهار ته د عطا محمد نور او عبدالرشید دوستم په استازیتوب تللو کسانو هم ویناوې کړي.
د سیاستوالو ویناوې تر ډېره د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي پر حکومت پر انتقادونو راڅرخي.
که څه هم تر اوسه په دې غونډه کې پر حکومت د شویو انتقادونو په اړه حکومتي چارواکو څه نه دي ویلي، خو په حکومت کې یوې معتبرې سرچینې ویلي، د کندهار په نننۍ غونډه کې د دې ولایت د امنیه قوماندان عبدالرازق د پردې تر شا رول لري او د کندهار له یو شمېر ولسوالیو څخه یې د لته په غونډه کې د ګډون لپاره خلک راټول کړي دي.
په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، که غونډه د قانون خلاف وي او په پرېکړو کې یې د کندهار د امنیه قوماندان رول ولري، قانوني چلند به ورسره وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته