پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په جلال اباد ښار کې ځانمرګي برید ۶ تنه ژلي او ۱۳ نور ټپيان دي
نیټه: Sun, 03 Dec 2017 10:19:43 +0000

 

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي دجلال اباد ښار لومړۍ ناحيې مربوطاتو کې نن د ليندۍ په ۱۲مه ماسپښين شاوخوا يوه نيمه بجه د موټر سايکل څخه په ګټې اخيستنې د ملکي وګړو په منځ کې ځانمرګی شوی، چې په ترڅ کې يې د يوې مېرمنې او يو ماشوم په ګډون ۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او۱۳ نور ټپيان شوي دي.

د سميع الله په نامه يوه عيني شاهد وويل، چاودنه هغه مهال وشوه کله چې د نظام په ملاتړ له جوړې شوې غونډې خلک بېرته روان وو.
تر دامهاله د نننۍ چاودنې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې پرون شنبې هم په جلال اباد ښار کې درې پرله پسې چاودنې وشوې چې د چارواکو د معلوماتو له مخې ۲پولیس پکې ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان کړل.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته