پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا له پاکستان غوښتي چې طالبان دخبرومیز ته حاضرکړي
نیټه: Sun, 03 Dec 2017 10:38:54 +0000

 

امريکا له پاکستان څخه غوښتي چې تر راتلونکي پسرلي پورې دې افغان طالبان د سولې مېز ته حاضر کړي.
په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ يوه چارواکي د ليندۍ په ٢٢مه ویلي چي د سوېلي اسيا او افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د تګلارې سل ورځې پوره شوي، خو تراوسه پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځالو په اړه کوم اقدام نه دى کړى.
سپينې ماڼۍ دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د امريکا دفاع وزير جيمز ماټيس سبا په يوه رسمي سفر پاکستان ته ځي.
د سپينې ماڼۍ دغې سرچينې وويل، دوى تش په نامه خبرې نه غواړي، بلکې د افغان سولې په اړه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ حقيقي او واقعي د سولې خبرې غواړي.
امريکا وايي، طالبانو په دې وروستيو کلونو کې لاسته راوړنې درلودلې، خو څو پورې چې دوى په پاکستان کې خوندي ځالې ولري، فکر نه کېږي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.
د سرچينې په وينا، د همدې خوندي ځالو له امله طالبان اوس هم فکر کوي چې دوى د جګړې په ډګر کې به پرمختګونه کوي، ځکه د سولې خبرو ته لېوالتيا نه ښيي.
سپينه ماڼۍ وايي، له پاکستانه غواړي دوى ته ډاډ ورکړي چې په هېواد کې يې د ترهګرو نور خوندي ځالې نشته .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته