پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشرغني د افغانستان له ښځو بخښنه غوښتې
نیټه: Sun, 03 Dec 2017 11:27:32 +0000

 

د افغانستان جمهوري رياست وايي، ځينې کسانو د ولسمشر محمد اشرف غني له پرونيو خبرو د عامه افکارو د ګډوډولو لپاره استفاده وکړه.
رګ وايي چې د ولسمشر په وينا کې د ټيکري کلمې ته اشاره د ځايي  سنتي تعبيرونو د کارونې پر بنسټ شوې  او د هېواد د ښځو مقام ته په کې د سپکاوي هېڅ کوم قصد نه و او نه شته، خو  که بيا هم ترې  د ښځو احساسات اغېزمن شوي وي،  ولسمشر له هغوى بښنه غواړي.
ښاغلي غني چې تېره ورځ یې د حکومت پر مخالفانو او د ولسي جرګې پر هغو غړو چې داعش د حکومتي چارواکو پروژه بولي نیوکه کوله وویل د بیان ازادي د قدر وړ ده خو په دې شرط چې مسوولانه وي
د سرچينې په خبره، د هېواد جمهور رئيس د ښځو د حقونو له ملاتړو څخه دى او په تېرو درېيو كلونو كې يې د مېرمنو لپاره ډېر كار كړى دى.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، جمهور رئيس غني تل افغان مېرمنې زړورې، باعزته او توانمندې بللي او بيا بيا يې په سياست، ټولنه او فرهنګ کې د هغوى د رول يادونه کړې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته