پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بدخشان کې ۳ تنه ځانمرګي بریدګرنيول شوي
نیټه: Sun, 03 Dec 2017 11:50:57 +0000

 
د بدخشان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو د دغه ولايت په بهارک ولسوالۍ کې درې ځانمرګي نيولي دي.
په بدخشان کې د ٢٠ پامير پلې فرقې د دويمې لوا قوماندان ډګروال محمدنعيم مجيدي وويل چې نيول شوي درې ځانمرګي بريدګر د کندوز ولايت اوسېدونکي دي.
هغه وویل یادوځانمرګو غوښتل چې له وردوج ولسوالۍ څخه بهارک ولسوالۍ ته ولاړ شي او پر دولتي ځواکونو بريد وکړي چې د امنيتي ځواکونو له خوا موخې ته له رسېدو مخکې نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې یادو درې واړو د ځانمرګو واسکټونه درلودل او د بهارک ولسوالۍ په ياهوج سيمه کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه چې نيول شوي کسان د ډېرو پلټنو لپاره د بدخشان د ملي امنيت ادارې ته سپارل شوي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته