پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکي دموجوده نظام په ملاتړ ولسي غونډه ترسره شوه
نیټه: Sun, 03 Dec 2017 12:25:49 +0000

 
 ددختیځ داولسونه دافغانستان داوسني نظام په ملاتړ او دلوي جرګي درابلونکو پرضد دلته راټول شوي. 
په دي غونډه کي دولسمشر دتیرو دري کلنو لاسته راوړنو ستاینه وشوه. 
ددي لوي ولسي غونډي ګډونوالو دوینا پرمهال دملي وحدت له حکومته دخپل ملاتړتر اعلان سربیره دلوي جرګي رابلونکو ته په اشاري وویل یوشمیر خلک دګاونډيو هیوادونو په دستور هڅه کوي چي دکوجوده نظام دري کلني لاس ته راوړني په سیند لاهو کړي. 
بل پلو دولسونو استازي وايي چي دولسمشر اشرف غني په مشرۍ په اوسني حکومت کي شته ستونزي دحامد کرزی په مشرۍ دپوخاني حکومته په میراث ورپاتي دي.  
دننګرهار دولایتي شورا غړی ډاکټر لعل محمد دراني وايي دپخواني ولسمشر حامدکزری پلویان غواړي چې دبهرنیو په ملاتړ موجوده نظام عام ولس ته دیو ناوړه نظام په توګه وروپیژني. 
دی دلوي جرګي دغوښتونکو غواړي چي دنظام. پرضددجوړیدونکو غونډو پرځای دي خپلي قانوني غوښتني له ولسمشر سره دحل په موخه شریکي کړي. 
دیادوني وړ ده چي له تیري یوي میاشتي رهیسي دپخواني حکومت یو شمیر لوړپوړو چارواکودوروستي بدوضعیت له امله دلوي جرګي دراغوښتو هڅي کړندۍ کړي خو افغان ولسمشروايي لویه جرګه راغوښتل یواځي دموجوده حکومت په غوښتنه راغوښتل کیدی شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته