پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کونړکې پاکستاني توغندیو یو تن وژلی
نیټه: Mon, 04 Dec 2017 11:37:23 +0000


د کونړ امنيتي چارواکي وايي، په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستان له خاورې د توغول شوي توغندي په چاودنه کې يو تن وژل شوى دى.
د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وایي پرون یو ځل بیا د پاکستان له خاورې د سرکاڼو ولسوالۍ پر شونکړۍ دره د درنو توپونو ۱۲ ډزې شوې چې په کې یو ملکي وګړی وژل شوی دى.
 شاوخوا یوه میاشت کېږي چې د پاکستان له خاورې د کونړ پر ختيځو ولسواليو د توپونو تر زرو زياتې ډزې شوې دي. خو افغان چارواکي وايي، افغان ځواکونو هم پر پاکستاني پوځيانو ځوابي ډزې کړي چې ورسره د پاکستاني پوځیانو له خوا ډزې کمې شوي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته