پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسي جرګې ۱۱ نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې
نیټه: Mon, 04 Dec 2017 11:52:20 +0000


د حکومت له خوا د ١٢ معرفي شوو نوماند وزيرانو له ډلې ١١ يې د ولسي جرګې د باور رايه خپله کړه، خو يوازې د کانونو او پټروليم وزارت نومانده ونه توانېده چې له ولسي جرګې د باور رايه واخلي.
د حکومت ١٢ نوماند وزيران د باور رايې اخيستو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول، دوى په وروستيو ورځو کې خپل کاري پروګرامونه جرګې ته وړاندې کړل او نن ورته د جرګې له لوري د رايې ورکونې صندوقونه کېښودل شول.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د جرګې ٢٢٥ غړي حاضر وو او هر نوماند وزير د برياليتوب لپاره ١١٣ تاييدي رايو ته اړتیا درلوده.
خو د کانونو او پټروليم نوماند وزيره نرګس نهان د ١٠٧ تاييدي رايو په ترلاسه کولو سره ونه توانېده چې د کاميابۍ لپاره کافي رايې واخلي.
له يادو وزارتونو څخه ځيني يې په داسې حال کې له تېر شاوخوا يوه نيم کال راهيسې د سرپرستانو له لوري اداره کېدل چې د سرپرستۍ د قانون له مخې سرپرست له دوو مياشتو زيات کار نه شي کولى.
د ويلو ده چې د بهرنيو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونه هم د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او تر اوسه پورې حکومت د يادو وزارتونو لپاره نوماند وزيران ولسي جرګې ته نه دي ور پېژندلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته