پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غني دافغانستان او پاکستان لپاره دچین له ځانګړي استازي سره ولیدل
نیټه: Mon, 04 Dec 2017 12:05:11 +0000

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین له ځانګړي استازي دینګ شيجون سره په ارګ کې وکتل.
جمهوري ریاست په یوه بیان کې ویلي چې دواړو لورو په دغه کتنه کې د سیمې د اتصال، اقتصادي او انکشافي پروژو او د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات د تأمین په اړه خبرې کړې.
د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي وویل، هېواد یې په پام کې لري چې د سیمې، سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه درې اړخیزه غونډه "چین، افغانستان او پاکستان" جوړه کړي او هیله ده چې افغانستان په هغه کې ګډون وکړي.
جمهور رئیس غني د چین ولسي جمهوریت له لوري د درې اړخېزه غونډې جوړول، د سیمې د ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره ګټوره وبلله او زیاته یې کړه، افغانستان به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته