پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې بېځایه شوې کورنۍ د مرستو وېش غیر عادلانه بولي
نیټه: Mon, 04 Dec 2017 12:50:35 +0000

 

خوږياڼو کې له جګړو بې ځايه شوي کورنۍ غړي د مرستو له نا انډوله ويش شکايت کوي.
د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر استازي هم دغو کډوالو ته د مرستو له نا انډول وېش شکايت لري او د مرستو د وېش لړۍ نمايشي او فرمايشي ګڼي.
خو د سیمه اییزي اداري مسؤلین بیا  د مرستو بهير شفاف ګڼي او وايي  چې له دغه بهير څخه  والي پخپله څارنه کوي.
د ننګرهار د خوږياڼی ولسوالۍ له جګړو څخه بې ځايه شوې کورنۍ د مرستو له نا انډول وېش شکايت کوي او وايي مرسته کوونکي يوازې هغه کورنيو ته ورځي، چې ورسره بلدتيا ولري.
په خوږياڼو ولسوالۍ کې له تېرو دوو اوونيو راهېسې د داعش او طالب وسله والو خپلمنځي نښتو زور اخېستی او له امله يې شاوخوا لس زره کورنۍ کور پرېښودو ته اړ شوې دي.
د دغو کورنيو ډيره برخه يې د چمتلې په دښته او خوږياڼو ولسوالۍ په نورو رغونو او دښتو کې مېشتې شوي، چې حتی د سرپناه لپاره هم اسانتياوې نه لري.
ځينو کورنيو يوازې د ترمپال وړې کوډلې وهلي او شپې په کې سبا کوي؛ خو په ډير کم شمېر کورنۍ خپل خپلوانو کره تللې او هلته مېشتې شوې دي.
له کورنيو خپلې کروندې، د کور سامانونه، مالونه او حتی خوراکي توکي او لباسونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي او تش لاس او سر له خېلو مېنو بهر شوي دي.
له دغو کسانو يو هم د سنډلي دی، چې د ګمبيري په دښته يې د خېمې لاندې کورنه راټوله ده.
دوی وايي مرستې ورسره تر اوسه هېڅ نه دي شوي؛ خو مرسته کوونکي يې ډير ليدلي، چې راغلي او واسطه لرونکو سره يې مرستې کړې دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر استازي هم دغو کډوالو ته د مرستو له نا انډول وېش شکايت لري او د مرستو د وېش لړۍ نمايشي او فرمايشي ګڼي.
د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت وايي چې هره ورځ د خوږياڼو قومي مشران او خلک ورته همدا شکايت کوي .
د شورا يو بل استازی او د خوږياڼو قومي مشر جاوېد زمان هم د يادې ولسوالۍ له بې ځايه شويو سره د مرستو بهير روڼ نه ګڼي او ټينګار کوي، چې بايد دغه چاره تر څار لاندې ترسره شي.
د نوموړي په وينا له جګړو زرګونه کورنۍ بې ځايه شوي، خو مرستې يوازې واسطه لرونکو ترلاسه کړي او د بې واسطې خلکو څوک پوښتنه هم نه کوي.
خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی د مرستو بهير شفاف ګڼي او وايي له دغه بهير والي محمد ګلاب منګل خپله څارنه کوي.
نوموړي وويل، اوس هم د سروې شل ټيمونه په مختلفو سيمو کې سروې کوي او بې ځايه شوې کورنۍ تثبيت او د مرستو لپاره راجسټر کوي.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې له يادو جګړو شاوخوا لس زره کورنۍ بې ځايه شوي، چې له نيمايي زياتو ته يې مرستې رسېدلې دي.
په ننګرهار کې د جګړو له امله د خوږياڼو سربېره د شينوارو د څلورو ولسواليو او پچيراګام زرګونه کورنۍ هم بې ځايه شوي، چې لا هغوی هم د مرستو په انتظار شپې ورځې سبا کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته