پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې هوايي برید ۲۵ داعشیان وژلي
نیټه: Wed, 06 Dec 2017 09:14:43 +0000

 

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د داعش ډلې ۲۵ غړي وژل شوي دي.
هغه دمعلوماتو له مخې، په ياد بريد کې د دې ډلې يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د ليندۍ په ۱۵مه رسنیوته وويل چې پرون له غرمې وروسته بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په مرسته د اچين ولسوالۍ اړوند د مامند درې په شين چوبي سيمه کې د داعش پر يو پټنځای بريد کړی.
دی وايي، په دغه بريد کې د داعش ډلې ۲۵ وسله وال وژل شوي چې په ډله کې يې يو شمېر مهم کسان هم شته خو په اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
د مشرقيوال د معلوماتو پر بنسټ، په دغه بريد کې د داعش ډلې يو شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.
مشرقیوال وايي چې په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو او ملکيانو ته زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته