پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان کې د القاعده او طالبانو مهم مشران وژل شوي دي
نیټه: Wed, 06 Dec 2017 09:31:39 +0000

 

امريکا او ناټو هم په افغانستان کې د القاعدې او طالبانو د مهمو مشرانو د وژل کېدو پخلى کړى دى.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، ملي اردو د ملي امنیت او نړیوالو ځواکونو سره په ګډه وړمه شپه په یو لړ عملیاتو کې د االقاعده شبکې یو مهم قوماندان عمر خطاب له ۸۰ تنه نورو ترهګرو سره وژلی دی.
سرچينې زياته کړې چې دغه عمليات په غزني، زابل او پکتيا ولايتونو کې ترسره شوي، خو د عملياتو کره نېټه او ځاى يې نه وو په ډاګه کړي.
په کابل کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ١٥مه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د القاعدې وژل شوى مشر عمر خطاب چې په عمر منصور مشهور و، د هند نيمه وچې سيمې لپاره د القاعدې دويم مشر و.
سرچينې زياته کړې چې هغه پر افغان او نړيوالو ځواکونو پر مخامخ بريدونو کې لاس درلود او له طالبانو سره يې د درنو وسلو په کارولو کې مرسته کوله.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن ويلي، یاد عمليات په ډاګه کړه چې افغان ځواکونو ډېر پرمختګ کړى.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان ملا شاه ولي اکا په ګډون د يو شمېر قوماندانانو وژل کېدل هم د افغان ځانګړي ځواک وړتيا په ګوته کوي.
له بلې خوا په واشنګټن کې د امريکا له دفاع وزارته هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د القاعدې او طالبانو د يادو مشرانو وژل کېدل تاييد شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې د افغان او ناټو ځواکونو دغه ادعا رد کړې ده.
هغه زياته کړې چې په غزني، زابل او پکتيا ولايتونو کې هېڅ دا ډول عمليات نه دي شوي او دا يې تش تبليغات ګڼلي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته