پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

قبایلي سیمه کې چاودنې شپږ تنه وژلي
نیټه: Wed, 06 Dec 2017 09:47:58 +0000

پاکستاني چارواکي وايي، په قبایلي سیمه کې یوې بمي چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي دي.

د چارواکو په وینا، دا چاودنه پرون د سې شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په خادي سیمه کې شوې ده او ټول قربانیان‌یې ملکیان دي.
ویل کېږي چې په موټرسایکل د ایښودل شویو چاودېدونکو موادو هدف له سیمې څخه د پاکستان امنیتي ځواکونو ته د نويو استخدام شویو کسانو یو موټر و.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.
د پاکستان حکومت وايي، په تېرو څو کلونو کې یې په وزیرستان کې د وسله‌والو پر ضد پراخ عملیات کړي، خو دا قبایلي سیمه لا هم د بریدونو او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو شاهده ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته