پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حافظ: نورستان ته دجګري لپاره وسله وال پاکستان رالیږي
نیټه: Wed, 06 Dec 2017 10:04:09 +0000

 

د نورستان والي وايي چې  پاکستان په لوی لاس دې ولایت ته وسله وال مخالفین د جګړي لپاره را استوي .
د نورستان والي دا څرګندونې په کابل کې د یو خبرې کنفرانس پر مهال کړي دي.
نوموړی وايي په نورستان ولایت کې ۷۰ سلنه ښوونځې ودانۍ نه لري چې زده کوونکي یې  له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د نوروستان والي وايي په دې ولایت کې د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت ښه شوی  او د ولسوالۍ کنترول د افغان ځواکونو په لاس کې دی.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم چې په کابل کې د ۱۳۹۶ کال د لاسته راوړنو په اړه په یو خبرې کنفرانس کې خبرې کولی وویل چې د کونړ ـ نورستان لویه لار د مسافرینو پر وړاندې پرانیستل شوی اوهیڅ ډول امنیتي ګواښ نشته.
نوموړي وویل تیرو کلونو کې د نورستان ملکي اداري په دې ولایت کې فعالي نه وي چې اوسمهال د ملکي ادارو ټولي چارې د ولایت مرګز پارون کې ترسره کیږي.
ده زیاته کړه چې په نورستان ولایت کې ۱۵۰ کیلومتره کلیوال سرکونه او یو شمیر پلونه جوړ شوي او په راتلوونکي کلونو کې به هم یو شمیر پروژې په دې ولایت کې پلي شي.
ده زیاته کړه چې په نورستان کې د بریښنا د بندونو د جوړیدو چارې هم په نږدې راتلونکي کې پای ته رسیږي او  د پارون د بریښنا ستونزې به ورسره حل شي.
عبدالقیوم وايي چې په دې ولایت کې د متخصصو ډاکترانو د نه شتون له امله د نورستان خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. 
ده زیاته کړه چې د دواب ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې امنیتي ستونزې شته خو د ولسوالیو مرکزونه د افغان ځواکونو په لاس کې دي.
نوموړی وايي پاکستان د وسله والو مخالفینو څخه ملاتړ کوي او د جګړي لپاره یې د نورستان ولایت ته راستوي.
حافظ عبدالقیوم د مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د نورستان ستونزو ته دې پاملرنه زیاته کړي او د کابینې وزیران دې نورستان ولایت ته د ستونزو د حل لپاره سفرونه ترسره کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته