پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دبریښنا شرکت له هند سره د ۵۰۰ کیلو ولټه پروژې تړون لاسلیک کړ
نیټه: Tue, 12 Dec 2017 09:53:57 +0000

د افغانستان برېښنا شرکت تېره ورځ ناوخته له ځینو هندي او افغان کمپنیو له کنسرسیوم سره د برېښنا کوټ په نوم د ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټه پروژې د جوړېدو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان برېښنا شرکت د اعلامیې له مخې، د دغه تړون له مخې کابل، جنوب او جنوب ختیځو ولایتونو ته برېښنا ورکول کېږي.
په اعلامیې کې راغلي چې د برېښنا کوټ پروژه د څه باندې ۳۲ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د اسیا پراختیايي بانک له خوا عملي کېږي.
د دغې پروژې عملي چارې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې پیلېږي او د دوه نیمو کلونو په لړ کې ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته