پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ویرات کوهلي له فلمي ستوري انوشکا شرما سره واده وکړ
نیټه: Tue, 12 Dec 2017 12:01:51 +0000

د هند د بالیووډ سینما د نامتو فلم ستورې انوشکا شرما او د کرکټ د نړۍ د نامتو لوبغاړي او د هندوستان د کرکټ ټیم د کپتان ویراټ کوهلي واده ترسره شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې د دغو دواړو نامتو شخصیتونو واده د یکشنبې په ورځ د ایټالیې په میلان نومې ځای کې شوی چې د دواړو د کورنیو پر غړیو سربېره په کې د هغوی ملګرو هم برخه اخېستې ده.
که څه هم څو ورځې مخکې په رسنیو کې د انوشکا شرما او ویراټ کوهلي د واده په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره شول، خو دا راپورونه هغه وخت رښتیا شول چې ویراټ کوهلي او انوشکا شرما پر خپلو ټویټرپاڼو د خپل واده پخلی وکړ، 
له بلې خوا بیا یو شمېر هندي رسنیو هم د ویراټ کوهلي او انوشکا شرما د واده پخلی کړی دی.
داسې ویل کېږي چې انوشکا شرما او کوهلي په ۲۰۱۳ میلادي کال کې له یو بل سره اشنا شوي وو چې بیا وروسته دغه اشنايي په مینه بدله شوه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته