پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهارکې دسولې ترنامه لاندې ورزشي اونۍ پيل شوه
نیټه: Tue, 12 Dec 2017 12:15:33 +0000

 

په ننګرهار کې د حراسان خصوصي پوهنتون لخوا د ننګرهار  هرات  پروان کابل  لغمان او دیوشمېر نورو  ولایتونو د ورزشکارانو په شتون کې د سولې  تر نامه  لا ندې ورزشي اوونۍ پیل شوه. 

په ننګرهار کې د خراسان خصوصي پو هنتون د مسولینو پروینا چي په یادو سیالیو کي د بیلابیلو لوبډلو څخه ۸۰۰ تنه لوبغاړو برخه اخستې چي دغه سیالۍ به یوه اوونۍ دوام وکړی.
د خراسا ن خصوصي پوهنتون ریس  احمد طارق کمال وویل چې  په دغه یوه اوونۍ کي به  لوبغاړي  کرکټ   والیبال   ټینس تکواندو  فوټبال  او د رسې کشونې لوبی  تر سره کړي.
هغه وویل چي له دغه سیاليو څخه يي موخه د لوبغاړو ترمنځ همغیږي او د سولې راتک ته لاره پرانستل ښودل شوي دي.
د ننګرهار پو هنتون ریس  بیرک  میا خیل د خصوصي پوهنتونونو له مسولینو وغو ښتل چي  خپلو محصلینو ته د درسي بهیر ترڅنګ په ورزشي برخو کي هم اسانتیاوې برابرې کړي.
هرات  پروان  کابل  او لغمان ولایتونو څخه راغلي لوبغاړي وايي دغه ډول ورزشي سیالۍ د سولې اود ورزشکارانو ترمنځ د یووالي لپاره ډیري مهمي دي.  
دوي وايي چي تربل هروخت په هیواد کي ورزش لپاره ډیر کار شوي او پکاره ده چي په دی برخه کې د خلکو ملاتړلا ډیر شي
دا لومړی ځل دی چي په ننګرهارکې د یو خصوصي پوهنتون له لورې د یوشمیر ولایتونو د ورزشکارانو تر منځ  یوه داسي سیالۍ په لار اچول کیږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته