پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ۲۰۱۳ زېږدي کال کې په نړۍ کې تر ټول شتمن کسان
نیټه: 01/01/2014

د هافينګټن پوسټ رسنۍ د خبر له مخې سږکال بیا هم د هر کال په څېر په نړۍ کې تر ټولو شتمن کسان پېژندل شوي دي چې په ټولو کې  په لومړي نمبر د مايکروسافټ او د ګېټس او ملېنډا ګېټس پونډېشن موسس  بېل ګېټس دی، نوموړی بيا په نړۍ کې تر ټولو شتمن کس په توګه ښودل شوی دی.

د ګېټس اوسنۍ شتمني ۷۷،۲ ميليارده ډالر اعلام شوې ده ، چې ددې ښوودونکې ده، چې د تېر کال په پرتله یې ۱۶ سلنه زياتوالی کړی دی.

د مايکروسافټ شرکت د بېل ګېټس د شتمني يوه برخه ده، او د شمېرو له مخې مايکروسافټ د نوموړي د شتمني يوازې يو پر څلورمه برخه جوړوي .

خو سره له دې دومره شتمني نوموړی وايي: خپلو اولادونو ته دومره پېسې پرېږدم، چې دوی هر کار پرې وکړي، دومره پيسې نه ورته پرېږدم ، چې دوی کرار کېني او هېڅ کار ونه کړي...!!!

● ●  کارلوس سليم الحلو چې  ۷۳ کلن لبناني اصله مکسيکويي دی ، تېر کال په نړۍ کې تر ټولو پيسه دار سړی و، خو سږ کال دويم نمبر ته راغورځېدلی دی ، ددې سړي ټوله شتمني ۷۱،۶ ميليارده ډالر ده.

● ●  درېيم نمبر په نړۍ کې تر ټولو شتمن کس امانيکو اورتيګا دی نوموړی ۷۷ کلن دی او د زارا زنځيري پلورنځيو ۵۹ سلنه سهم څښتن دی ، ددې اقتصادي فعال شتمني تر ۶۳،۳ ميلياردو ډالرو وراوړي.

● ●  په نړۍ کې مشهور سوداګر وارن بافټ چې ۵۹،۷ میليارده ډالرسرمايه لري په څلورم نمبر دی.

● ●  اينګوار کامبراډ چې ۸۷ کلن دی او په ځينو هېوادونو کې (IKEA) زنځيري پلورنځيو مالک دی په ۵۱،۴ ميلياردو ډالرو سره پينځم نمبر دی .

● ●  شپږم نمبر بيا چارليس کوچ دی ، نوموړی چې اوس ۷۸ کلن دی د کوچ صنعتي شرکت اجرايوي رييس او ددې شرکت ۴۸ سلنه سهم لرونکی دی ، کوچ ۴۶،۴ ميليارده ډالر سرمايه لري او د تېر کال په پرتله یې په سرمايه کې ۶،۳  ميليارده زياتوالی راغلی دی.

● ●  د چارليس کوچ ورور ډېويډ چې ۷۳ کلن دی او د کوچ صنعتي شرکت ۴۲ سلنه سهم لري ، په ۴۶،۴ ميلياردو ډالرو سره په نړۍ کې اووم تر ټولو شتمن کس دی.

● ●  په اتم نمبر لري اليسن چې د اوراکل اجرايويي رييس دی راغلی دی ، اليسن ۳۹،۹ ميليارده ډالر سرمايه لری ، ياده دې وي، چې  اليسن کوم پوهنتون موهنتون نه دی لوستی، خو تر دې ځايه رسېدلی دی.

● ●  يوازينۍ ښځه چې د نړۍ په دې تر ټولو شتمن ګروپ کې راغلې ده په نهم نمبر ده، چې د وول مارټ پلورنځيو مشره ده، نوموړې ۳۹،۴ ميليارده ډالر سرمايه لري، چې سږ کال یې ۹،۷ میليارده په خپله سرمايه ور اضافه کړي دي، دې مېرمنې ته په ۲۰۰۵ زېږدي کال کې له خپل مېړه څخه ۱۲،۲ سلنه د وول مارټ د پلورنځيو سهم ورپاتې شو.

● ●  د فهرست په پای کې سام وولټن دی ، چې د وول مارټ د زنځيريي پلورنځيو د مالک کشری زوی دی ، نوموړی ۳۷،۷ ميليارده ډالر سرمايه لري.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته