پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان نولس کلنه لوبډله نړیوال جام لپاره نیوزيلنډ ته لاړه
نیټه: Sun, 17 Dec 2017 12:12:01 +0000

د افغانستان نولس کلنه ملي لوبډله د ۲۰۱۸ کرېکټ نړیوال جام لپاره د یکشنبې په ورځ نیوزیلنډ ته روانه شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، افغان لوبډلې ته د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام کې د ښې لوبې کولو په موخه هراړخیزه روزنه ورکړل شوې ده.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل، چې افغان لوبډلې ته به په نیوزیلنډ کې هم روزنه ورکړل شي او د نړیوال جام له پیل څخه وړاندې به یو لړ تمریناتي لوبې هم ترسره کړي.
د ۱۹ کلنو جام یادو سیالیو کې به ۱۶ لوبډلې شرکت کوي، چې په څلور ګروپونو ویشل شوي دي، او افغان ۱۹ کلنه لوبډله به له سریلنکا، پاکستان او آیرلینډ سره په D ګروپ کې سیالۍ ترسره کوي، چې اوله لوبه به له سیال پاکستان سره لري.
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې تیره میاشت پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې ته په ستره ماتې ورکولو سره د آسیایي جام سیالۍ اتله شوه.
د افغان نولس کلنو لوبډلې وروستیو لاسته راوړنو ته په کتو تمه کیږي، چې دغه لوبډله به په نړیوال جام کې هم ښه وځلیږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته