پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ملي تدارکاتو کمېسیون ۹ قراردادونه منظور کړل
نیټه: Mon, 18 Dec 2017 12:59:12 +0000

 
 ملي تدارکاتو کمېسیون د ۴،۷ میلیارد افغانیو په ارزښت نهه قراردادونه منظور کړل.
دغه څرګندونې په هغه اعلاميه شوي چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د ليندۍ په ٢٧مه را لېږل شوې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې پرون ماښام د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه جوړه شوې وه.
سرچينه وايي چې په دې غونډه کې د ۴،۷ میلیارد افغانیو په ارزښت نهه قراردادونه منظور کړل شول.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې پروژو کې د حیرتانو-مزارشریف اورګاډي پټلۍ د حفظ و مراقبت، د فراه ښار د ۱۲ کیلو متره په اوږدوالي د داخلي سړکونو جوړول، د افغانستان برېښنا شرکت اړتیا وړ تجهیزات، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت بیلنګ سیستم حفظ و مراقبت، په کندهار ښار کې د ولسي تړون پروژې د تطبیق په خاطر د همکار موسسې استخدام، د کابل ښاروالۍ اړتیا وړ کثافت دانیو تهیه او تدارک، د کونړ ولایت سیدجمال الدین پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجۍ مرکز او سولر سیستم تهیه او تدارک، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړتیا وړ وسایطو کرایه کول، د بوديجې د موجودیت په شرط د مالیې  انټرنیټي خدمتونو تهیه او تدارک پروژې شاملې دي.
دغه راز په ياده غونډه کې له بغلان نه تر کابل پورې د KW 500  برېښنا لېږد لین د تجهیزاتو، ډیزاین او جوړولو پروژه کې د زیاتوالي تعدیل  منظور کړ چې د دې تعدیلاتو په رامنځته کېدو سره به دا ولایتونه د دې پروژې تر زیات پوښښ لاندې راشي.
ملي تدراکاتو کمېسیون د ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو پرسونل د هوايي انتقالاتو پروژې قرارداد تعدیل هم تايید کړ.
په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکنیو پرېکړو د تحقق پر ځینو برخو چې د ملي دفاع، کورنیو چارو، کرنې اوبولګولو او مالدارۍ او لوړو زده کړو وزارتونو غونډې ته وړاندې شوې وې، لازم تصميمونه ونيول شول او مسئولینو ته د غوښتل شویو اجرااتو په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته