پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غزني کې د انجونو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې
نیټه: Wed, 20 Dec 2017 10:31:34 +0000

په غزني کې د لومړي ځل لپاره د نجونو تر منځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالي د ليندۍ په ٢٨مه د خوړو نړيوال سازمان له لوري د څلورو لوبډلو تر منځ په لاره اچول شوې وې.

په دې سيالۍ کې د غزني ښار، جغتو، خواجه عمري او جاغوري ولسواليو لوبډلو برخه اخيستې وه.

په غزني کې د خوړو نړيوال سازمان مسوول عنايت الله فاني وويل چې د لومړي ځل لپاره په دغه ولايت کې د نجونو تر منځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

د دې سيالۍ يوې لوبغاړې وويل چې دوى ته اړين امکانات نشته خو بيا هم خپلو لوبو ته دوام ورکوي.

د يادونې ده، دغه سيالۍ د يوې ورځې لپاره ترسره شوې چې په ترڅ کې د جغتو لوبډلې لومړى، د غزني ښار لوبډلې دويم او د خواجه عمري لوبډلې درېيم ځاى خپل کړ.

بايد وويل شي چې غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې د ناوې ولسوالۍ تر څنګ يې ډېرې نورې سيمې هم د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته