پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ورېښمو لار دویم سيمينار نن ننګرهار کې ترسره شو
نیټه: Wed, 20 Dec 2017 11:48:03 +0000

د وريښمولار ارزښت تر سرلیک لاندې علمي او څيړنیز دوه ورځنی سیمینار پای ته ورسید.

په دغه کنفرانس کې د اطلاعاتو او فرهنګ پر سرپرست وزير او افغان ليکوالانو او اديبانو سربېره د کوزې پښتونخوا او کوېټې ليکوالانو او ادب پوهانو هم برخه اخيستې وه.
دغه کنفرانس چې د ليندۍ په ۲۹مه د جلال اباد ښاروالۍ په مېلمستون کې جوړ شوی و، په لومړۍ برخه کې يې د مسوولينو ويناوې او دويمه برخه يې د ليکوالانو مقالو ته ځانګړې شوې وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست پوهاند رسول باوري وويل، د ورېښمو لار د ننګرهار په منځ کې تللې، خلکو يې هم غوښتنه کړې او اوس هم ننګرهار د سوداګرو د تګ راتګ لوى دهلېز دى؛ نو ځکه يې د دغه کنفرانس دويمه ورځ دلته برابره کړه.
هغه زياته کړه، ننګرهاريان فرهنګيان دي او هيله يې څرګنده کړه چې بايد فرهنګ زېږوونکي هم شي او د فرهنګ په برخه کې نوې پنځونې وکړي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، که د ورېښمو لار جوړه او دغه پروژه عملي شي؛ نو شپېته هېوادونه به سره وتړل شي او دغه هېوادونه به د يو نړيوال کلي رښتينى تصوير پيدا کړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر وويل، د ورېښمو لار د نورو هېوادونو په ګټو کې افغانان شريکوي او د اقتصاد د پياوړتيا سبب کېږي.
د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند بشير دوديال وايي، د ورېښمو لار دوه زره کاله مخينه لري او د مغلستان د وخت د حاکم چنګيز خان د غلطې پرېکړې او اقدام له امله ياده لاره وېجاړه شوه.
په کوېټه کې د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکتر برکت شاه کاکړ غونډې ته وويل چې د دغې لارې له بیا جوړېدو سره به اسيا له اروپا سره وصل کړي او هم به د سيمې د اقتصادي وضعيت د ښه والي سبب شي.
د يادولو ده، د ورېښمو لار په تړاو د دغه کنفرانس لومړۍ ورځ پرون په پلازمېنې کابل کې جوړه شوې وه چې ورته ګڼ شمېر کورني او بهرني اديبان او پوهان ورغلي وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته