پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کي دلاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو
نیټه: Thu, 21 Dec 2017 11:33:31 +0000

 
دنندارتون مسؤلین وايي ددی نندارتون نه يي موخه دکورنیو تولیداتو وده او بازارموندنه ده 
خو صنعت کاران وايي دکورنیو تولیداتو مارکیټ بهرنیو تولیداتو خپل کړی او دی چاري يي په لاسی صنعت بدي اغیزی کړي. 
دکورنیو تولیداتو دا دوه ورځنی نندارتون دوریښمو لار علمي سیمنار یوه برخه چي زیات شمیر کورني تولیدات پکي ننداري ته وړاندي شوي. 
ددی نندارتون جوړونکي وايي چي نندارتون نه يي موخه دکورنیو تولیداتو پیاوړي کول او کورنیو تولیداتو ته دبازار موندنه ده ددوي په وینا چي داډول نندارتونونو له لاري کولی شي دلاسي صنعت په برخه کې دشوو پرمختګونو څخه عام خلک خبرکړي .
بریښنا او شرینه چي دلاسي صنایعو دي دوه ورځنی نندارتون ته يي خپل لاسي صنایع راوړي دکورنیو تولیداتو لپاره دمناسب بازار له نشتونه شکایت کوي. 
دوي وايي دکورنیو تولیداتو بازار تر ډيره بهرنیو تولیداتو نیولی اولامل يي هم دصنعت کارانو سره دبسته بندۍ دعصري وسایلو نشتون په ګوته کوي. 
دوي له حکومته خپلولاسې توکوته دبازار دجوړیدو او له عامو خلکو دکورنیو تولیداتو داستعمال غوښتنه کوي .
په ننګرهار کي دلاسی صنایعو او کورنیو تولیداتو لپاره دداډول نندارتونونوجوړول نوي خبره نده او هر کال کورنیو تولیداتو لپاره دبازار موندني په موخه څوڅو ځله دیته ورته نندارتونونه جوړشوي خو لاهم صنعت کاران خپلو لاسي صنایعو ته دمناسب بازار په موندلو نه دي بریالي شوي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته