پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دکانونو اوپټرولیم وزارت په عوایدوکې ۲۸ سلنه زیاتوالی راغلی
نیټه: Sat, 23 Dec 2017 10:37:55 +0000

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په عوایدو کې سږکال ۲۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وویل، سږکال د عوایدو کچه ۶ میلیارده افغانیو ته رسېدلې چې تېر کال دا رقم څه باندې ۴ میلیارده افغانۍ و .
مطفي وايي، دوی په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د مرکز او ولایتونو له عایداتي سرچینو ۹۸۶ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړې وې چې سږکال دغه رقم ۱،۷۷ میلیارده افغانیو ته لوړ شوی او ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه عواید یې د هېواد په کچه له اړوندو عایداتي سرچینو او تصدیو لاسته راوړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته