پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د بند امیر لوبډلې د کرکټ سیالیو اتلولي وګټله
نیټه: Sat, 23 Dec 2017 11:50:57 +0000

د بند امير زون کرکټ لوبډلې د احمدشاه ابدالي څلور ورځنيو ملي سياليو اتلولي خپله کړه.

د سپين غر، بُست، مس عينک، بند امير او امو زونونو لوبـډلو په ګډون سيالۍ په کابل، خوست او ننګرهار ولايتونو کې په لاره اچول شوې وې.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک ته وويل، د دې سياليو پايلوبه تېره اوونۍ د ننګرهار ولايت په غازي امان الله خان لوبغالي کې پيل او نن د بند امير زون لوبډلې په بريا سره پاى ته ورسېده.
د دې څلور ورځنۍ لوبې پچه د بند امير لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، دوى په لومړي اننګز کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ٧٤٧ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري يونس احمدزي ٢٠٤، حشمت الله شهيدي ١٦٣ او محمد سردار ٩٤ منډې جوړې کړې.
د بند امير لوبډلې په دويم اننګز کې ٢٦٥ منډې جوړې کړې چې په کې د ضياء الحق ١٠١ مندې شاملې وې.
د سپين غر لوبـډلې د بند امير لوبـډلې د توپ اچوونکو مقابله ونه شوه کړاى، په لومړي اننګر کې يې ١٩٦ او په دويم اننګز کې يې ٢٧٩ منډې جوړې کړې. دغه راز بند امير دا لوبه د ٥٣٨ منډو په توپير سره وګټله او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د بند امير لوبغاړى يونس احمدزى د پايلوبې او د بُست لوبغاړى کريم خان صادق چې په دې سياليو کې يې ٨٧١ منډې ترلاسه کړې او ٢١ لوبغاړي هم سوځولي، د ټولو سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.
د بند امير لوبډلې لوبـډلمشر ضياءالحق پژواک اژانس سره په خبرو کې د دې اتلولۍ په ګټلو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې ټولو لوبغاړو خپله وړتيا وښوده.
هغه زياته کړه چې له دوى سره د کرکټ د ملي لوبډلې، الف لوبډلې او ١٩ کلنو لوبډلې پياوړي لوبغاړي وو او هغوى ډېرې ښې لوبې وکړې.
د سپين غر لوبډلې لوبډلمشر شبير نوري پژواک اژانس ته وويل چې د دوى پياوړى لوبغاړى بهير محبوب چې په دې سياليو کې ښه ځلېدلى و، په ١٩ کلنو لوبډلې کې واخيستل شو او په وروستيو کې نړيوالو جام سياليو ته ولاړ.
د نوموړي په وينا، د بهير تګ د دوى پر لوبډلې او لوبغاوړو ناوړه اغېزه وکړه چې له امله يې دوى په پايلوبه کې ښه ونه ځلېدل.
د دې سياليو کې د توپوهنې په برخه کې د سپين غر لوبغاړي بهیر محبوب په ۷ لوبو کې ۵ سلیزې، دوه نیمه سلیزې ووهلې او تر ټولو زياتې ۱۰۹۶ منډې یې جوړې کړې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته