پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بلخ کې اقتصادي اړیکودپیاوړتیا په موخه دترکمنستان او ازبکستان دوه لوی مرکزونه جوړکړي
نیټه: Sun, 24 Dec 2017 10:32:25 +0000

 

له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړېکو د پیاوړتیا په هدف په دې ورستیو کې په بلخ کې د ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو دوه لوی سوداګرېز مرکزونه جوړ شوي دي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رئیس شیراحمد سپاهي زاده د دغو څرګندونو تر څنګ نن وویل، په دغو سوداګرېزو مرکزونو کې د نوموړو هېوادونو بېلابېل تولیدي توکي خرڅلاو ته اېښودل شوي دي.
نوموړی وايي، د بلخ سوداګر او متشبیثین هم غواړي چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په هدف په یادو هېوادونو کې دغه شان مرکزونه جوړ کړي.
سپاهي زاده وویل، په دې سره د افغانستان او بېلابېلو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سوداګرېزې اړیکې پراختیا مومي او هم په بهرنیو بازارونو کې افغاني تولیداتو ته ښه بازار موندنه کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته